د مسکن مرستیال

د ښار او کور جوړولو وزارت د مسکن چارو د مرستیال ښاغلي اجمل شمس لنډه پیژندګلوي

ښاغلی ډیپلوم انجینیر اجمل شمس په ۱۹۷۲ میلادي کال کې په کنړ ولایت کې زو کړی دی.

نوموړي خپلې لوړې زده کړې د پیښور په پوهنتون کې کړې او وروسته یې په یاد پوهنتون کې د استاد په توګه دنده اجرا کړې ده.

په ۲۰۰۲ عیسوي کال کې یې د امریکې له د کوته پوهنتون څخه د اوبود سرچینو مدیریت او چاپیریال ساتنې په برخه کې ماسټري اخیستې ده .

ورپسې یې د امریکې متحده ایالاتو په فلوریډا ایالت کې  د زیربناوو د متخصص په توګه دنده پرمخ بیولې، هغه د دې ترڅنګ په لاندې پستونو کې لکه  د کډوالو نړیوال سازمان د اوبو او زیربناوو د رییس، د کلیو د پراختیا او بیا رغاونې په وزارت کې د ملي پیوستون پرګرام د انجنیرۍ څانګې د رییس، د امنیتي چارو د لیږد په کمیسیون کې  د جلالتمآب داکټر محمد اشرف غني د سلاکار او د پایتخت زون ستر تخنیکي سلاکار په توګه دندې اجرا کړې دي.

اوس مهال د ښار او کور جوړولو وزارت د مسکن چارو د مرستیال په توګه دنده پر مخ بیايي.