د ودانیزو چارو مرستیال

د ساختماني چارو د مرستیال ښاغلي دیپلوم انجینیر امیرالدین سالک لنډه پیژندګلوي

ښاغلی ډیپلوم انجینیر امیرالدین سالک د حاجت میر زوي، په  ۱۳۳۸ ل.ل کال یې په پنجشیر ولایت کې نړۍ ته سترګې وغړولې، ښوونځی یې هم په یاد ولایت کې لوستی او په کال ۱۳۵۹ل.ل کې د کابل پوهنتون د انجینیرۍ پوهنځۍ له سیول څانګې څخه فارغ شوی دی. ښاغلی دیپلوم انجینیر امیرالدین سالک د هیواد په ملي ژبو(پښتو، دري) بشپړ تسلط لري انګلیسي یې په بشپړډول زده دی او له هالندي ژبې سره هم اشنایي لري.

فعالیتونه: ښاغلي سالک په بیلابیلو برخو کې د پام وړ او ارزښمند فعالیتونه ترسره کړي دي چې د هغوی له جملې څخه ځینو ته لاندې نغوته کیږي.

له ۱۳۶۱- ۱۳۶۲ ل.ل کال پوري په اوبو او بریښنا وزارت کې د ساختمانونو د ډیزاین انجینیر په توګه.

له ۱۳۶۳- ۱۳۶۶ل.ل کال پوري د هغه وخت د ساختماني چارو د وزارت ( افغاني دستګاه) په چوکاټ کې چې اوسمهال ( د ښار او کور جوړونې په وزارت بدل شوی) د مخابراتو د اتلس پوړیزه ودانۍ د پروژې مرستیال.

له ۱۳۶۷ـ ۱۳۷۲ ل.ل کال پوري د عمران د کمیټې او د مرکزي زون د بیا رغونې رئیس، په پروان او کاپیسا ولایتونو کې د ویتا موسیسې انجینیر.

په ۱۳۷۵ ل.ل کال کې د ښاراو کورجوړونې وزارت تخنیکي مرستیال.

د ۱۳۷۴-۱۳۷۵ کلونو په اوږدو کې د ښار او کورجوړونې وزارت د مکروریانونو د تدویر او مراقبت رئیس.

د ۱۳۷۴ـ ۱۳۷۵ کلونو په اوږدو کې د دولتي دندې تر څنګ د کابل پوهنتون په انجینیرۍ پوهنځۍ کې د استاد په توګه هم پاتي شوی دي.

د ۱۳۷۷-۱۳۷۹ کلونو په اوږدو کې د عربي متحد اماراتو په ابوظبۍ ښار کې د ډیلوکاتر امریکايي کمپنۍ د سړک جوړونې په پروژو کې د ساختماني انجینیر په توګه.

په ۱۳۸۱ ل.ل کال کې د ملي دفاع وزارت د ساختمانونو مرستیال.

له ۱۳۸۱ـ ۱۳۸۳ ل.ل کال پورې د کابل ښاروالۍ  ساختماني مرستیال.

له ۱۳۸۳ څخه د ۱۳۸۷ کال تر نیمایي پورې د ټولګټو وزارت د تخنیکي سلاکار په توګه.

د ۱۳۸۷- ۱۳۸۹ کلونو په اوږدو کې د آسیایي بانک د اړونده پروژو پراجیکټ ډایرکټر.

له ۱۳۸۹ کال څخه را په دېخوا د ښار او کورجوړونې وزارت د ساختماني چارو د مرسیتال په توګه دنده پر مخ بیایي.