د وزیر ژوند لیک

د ښار او کور جوړولو د وزیر لنډه پیژندنه

سید سعادت منصور نادري د الحاج سید منصور نادري کیاني زوی په ۱۳۵۵ ل.ل کال، د کب په۱۲مه په کابل ښار کې په یوه متدینه او علم پاله  کورنۍ کې زوکړی دی.

ښاغلي سید سعادت منصور نادري خپلې لومړنۍ زده کړې تر شپږم ټولګي پورې د کابل ښار او بغلان ولایت په بیلابیلو ښوونځیو کې سرته رسولي او په کال ۱۳۶۷ ل.ل  کې د تعلیماتو او لوړو زده کړو په   پار انګلستان ته ولاړ، خپل تعلیمات یی د (وایتمور هیرو) په عالي ښوونځي کې بشپړ کړل او وروسته بیاد انګلستان په (هیرو) پوهنتون کې شامل شو او په کال ۱۳۷۸ ل.ل په اقتصاد او نړیواله سودا ګرۍ کې د لیسانس په کچه د انګلستان له London North   پوهنتون څخه  په لومړۍ درجه فارغ شوی دی.

ښاغلي نادري د یادو زده کړو له پای ته رسولو وروسته  په کال ۱۳۸۲ ل.ل کې خپل ګران هیواد افغانستان ته را ستون شو، په بیلابیلو تولیدي، وارداتي، اکتشافي، او پراختیایي سوداګریزو او اقتصادي برخو کې یې په کار او عملي فعالیت پیل وکړ، د دې کاري فرصتونو په را منځته کولو او د کار ځایونو په برابرولو سره یې  ډیری هیواد والو ته د کار زمینه برابره کړې او د هیواد په اقتصادي پراختیا کې یې د پام وړ اغیز درلودلی دی.

 عمده فعالیتونه او د پام وړ کارونه یې په لاندې ډول دي.

الف: مهم فعالیتونه او کارونه:

   کال پورې.د افغانستان لپاره د آغا خان ملي کونسل د اقتصادي کمیټې رییس، له ۱۳۸۳- ۱۳۸۸

    په ۱۳۸۴ ل.ل کال، د بلخ په مرکز مزار شریف کې د شیرین بویه په نوم د پروسیس او تصفیې د لومړنۍ فابریکې بنسټ ایښودنه.

   په ۱۳۸۴ ل.ل کال، د نفتي توکو د وارداتو او ویشنې په موخه د صدف پطرولیم په نوم د شرکتتاسیس.

     په کال ۱۳۸۴ل.ل په کابل ښار کې ښاریانو ته د ښه خدمتونو او استانتیاوو په موخه په بیلابیلو سیمو کې د « فاینیسټ سوپر مارکیټ» په نامه د لویو هټۍ ګانو جوړول.

 په هیواد کې  دننه او بهر، د نفت او ګازو په برخه کې پانګونه.

د کانونو د استخراج په برخه کی پانګونه

    په بیلا بیلو برخو لکه: سړک جوړونه، پل جوړونه، د هوایي ډګر جوړول، د ترانسپورټي او لوژیستیکي شرکتونو جوړونه او د ساختماني پروژو په تأسیس او را منځته کولو کې یې هم د پام وړ فعالیتونه ترسره کړي دي.

په ۱۳۸۵ کال کې  د رونق په نامه د ترانسپورټي او لوژیستیکي شرکت تأسیس.

له ۱۳۸۵- ۱۳۸۷ کال پوري د افغانستان د مرکزي بانک د مدیره هیأت د غړي په توګه.

په ۱۳۸۶ل.ل کال کې یې د بیمېلومړنی خصوصي شرکت تآسیس کړ، نوځکه په هېواد کې د  بیمې صنعت بنسټ ایښودونکی ګنل کیږي.

     په ۱۳۹۰ل.ل  کال یې د کابل په ښار کې هیواد والو ته د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د « مطب» په نامه یو روغتیایي معالجوي روغتون ورغاوه.

 ښاغلي نادري د اقتصادي او سوداګریزو فعالیتونو تر څنګ په ټولنیزو، ورزشي، کلتوري او خیریه برخو  کې هم فعالیتونه کړي دي چې څو ټکو ته یې لاندې نغوته کیږي.

    په تیره یوه لسیزه کې د ټول هیواد په بیلابیلو خصوصي سکتورونو کې د پنځه زرو کسانو په دندو ګمارل.

    د هیواد له ځوانو ورزشکارانو سره د روحي او جسمي غښتلتیا پهپار د مادي او معنوي مرستو کول.

    په ټولنیزو، کلتوري او دیني برخو کې د همکارۍ او مرستې په موخه  د هیواد په ولایتونو او کابل کې د علمي او څیړنیزو سیمینارونو په لاره اچول.

ب- د مډالونو او ستاینلیکونو لاسته راوړنه.

ښاغلی نادري په کال ۱۳۹۱ ل.ل کې د امریکې متحده ایالاتو د Peace Through Commerce   بنسټ له لوري په مډال وستایل شو، دغه مډالونه د لومړي ځل لپاره  افغانستان،جاپان، سنګاپور، او رومانیا هیوادونو ته په پام کې نیول شوي ول.

د یادونی وړ ده چی نوموړي د خپلو فعالیتونو په لړ کې، په کنفرانسونو، سیمینارونو، په ډېری ملي او نړۍ والو غونډو کې د پانګه اچونې  او د اقتصادي مرستو د راجلبونې په موخه ګډون او خبرې کړې دي.

 د افغانستان په اړه  یې نظریاتو ته انعکاس ورکړی او  د پانګونې لپاره د یوه مناسب ځای په توګه یې  یاد کړی دی نو پر دې اساس د ملي او نړۍ والو مډالونو او ستاینلیکونو وړ ګرځیدلی دی.

ج- د ښار او کور جوړولو  وزارت ته ټاکنه.

ښاغلي نادري د ۱۲\۰۱\۱۳۹۴ مه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د رییس له لوري د ملي شورا مجلس ته د نوماند وزیر په توګه ور وپیژندل شو او نوموړی د۲۹\۰۱\۱۳۹۴ مه د ۲۰۲باور رایو په  لاسته راوړلو سره د کور او ښار جوړولو چارو د وزیر په توګه وټاکل شو.