Connect with us

ودانۍ

 

د ودانۍ رغونې په برخه کې لاسته راوړنې

د ولایتي شورا ګانو، ولسوالیو او د کنفرانس خونو، لپاره د اداري او استوګنیزو ودانیو جوړونه.

د تفریحي پارکونو ایجاد،  په سړکونو قیر اچونه چې ټولټال (۴۴) پروژې دي، دغه یادې پروژې په لوگر، کابل، لغمان، بادغیس، دایکندی، غور، سمنگان، سرپل، پکتیکا، بلخ، غزنی، فراه، جوزجان، بغلان، میدان وردک او ارزگان ولایتونو کې د ASP(ټیکاوو د ڼنګښت) برنامې له لوري پرمخ بیول کیږي.

د انتقالي پروژو د انسجام دفتر له لوري د ۹۰ پروژو طرحه او ډیزاین دواړه بشپړ شوي دي، د خپلواکو ادارو او وزارتونو د لیږد وړ  ټولې پروژې د تدارکاتي پړاونو د طی کولو په حال کې دي.  

د ودانیزو کمپنیو له ټولنې سره د خصوصي سکټور د هڅونې او په هیواد کې د پانګې اچونې د غښتلتیا په موخه د تړونونو لاسلیکول.

د ښارونو د پراختیا او د مسکن د ایجاد په موخه د  بشر اسکانو د نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب تر لاسه کول.

د پوځي ودانګرۍ د طرحې بشپړول، د دوانۍ کنټرول او انجنیري.

د دارالامان تاریخي مانۍ د بیاځلي رغونې  پیل، د لومړي او دوهم فاز بشپړاوی او د دریو نورو فازونو لپاره د درې اړخیزه طرحې له مخې د ورستیو نورو درې اړخیزه قرادادونو لاسلیک.

 

د  ۱۳۹۶ کال په لړ کې عمده لاسته راوړنې

د عامه ودانیو په برخه کې .......

 د افغانستان په سترو ښارونو کې په ساختماني چارو کې معیارونو ته نه پاملرنه، په ښارونو کې د طبیعي پیښو پر ضد  د لوړپوړیزو ودانیو د مقاومت نشتون هغه څه دي چې د اړونده بنسټونو او خلکو اندیښنې یې را پارولې دي.

نږدې ۸۰ سلنه لوړپوریزې ودانۍ له معیارونو سره سمې نه دي رغول شوې نو پر همدې بنسټ د زورورې زلزلې پر وړاندې  مقاومت نشي کولای .

نږدې ۴۰ سلنه هغه ودانۍ چې د طبیعي پیښو پر وړاندې مقاومت نلري  تر کتنې لاندې نیول شوې دي او مالیکینو ته یې هم خبر ورکړل شوی دی.

ښار او کور جوړونې وزارت د کابل ښاروالۍ او امنیتي ځواکونو په ملتیا یو ګډ کمیسیون د دغو ودانیو د بررسي په منظور رامنځته کړی دی تر څو یو شمېر هغه ودانۍ له تخنیکي اړخه  تر بررسي لاندې ونیسي چې د طبعي پېښو او ځینو نورو ستونزو په وړاندې مقاومت کولای شي او کنه، د اور وژنې لپاره تدابیر ورته، په پام کې نیول شوي که نه، کانالیزاسیون یې شته، کنه شته؟

له دغه اړخه مونږ یو شمېر ودانۍ تر کتنې لاندې راوستې دي.

د یو شمېر هغو ودانیو مالکینو ته چې یادې ستونزې یې درلودلې، تخنیکي سلا مشورې د بهبود په منظور ورکړل شوې دي، له دې ور اخو د لوړپوړیزو ودانیو د اعمار په عرصه کې لازمي سپارښتنې شوې دي.

د کور او ښار جوړولو وزارت په ودانیزو چارو کې د کواښ د کمونې په پار له دې وروسته په پام کې لري چې خصوصي او دولتي بنسټیز ساختمانونه تل تر بررسي لاندې راولي ترڅو له نړیوالو سټنډرډونو سره سم، د خاورې مقاومت ته په کتنې داسې ودانۍ ورغولې شې چې د طبعي پیښو پر وړاندې د مقاومت درلودونکې وي.

د ښار او کور جوړولو وزارت د ملي او نړیوالو بنسټونو په مرسته ژمن دي چې په هیواد کې به د ودانیو د براورد، ډیزاین او بیا رغونې لپاره داسي تخنیکي میکانیزم جوړ کړي چې هم له اوسنۍ ټکنالوژۍ سره مناسب وي او هم د هیواد اقلمي او دودیزې غوښتنې ور کې په پام کې نیول شوې وي.

ښار او کور جوړولو وزارت غواړي چې له ملي او نړیوالو بنسټونو سره یو ځای ټول  تخنیکي معیارونه، د ساختمانو ډیزاین د انجنیري  شبکو له څیړنو څخه د لاسته راغلو پایلو پر بنا تر ارزونې او کتنې لاندې ونیسي.

د ښار او کور جوړونې وزارت د نويو څیړنو پر بنسټ او د نوي سیسټم په مرسته د کور جوړونې د غوره لارو چارو په لاره اچولو سره د خپلو پراختیایي پروژو له کاري بهیر څخه کلکه څارنه کوي.

ښار او کور جوړولو وزارت د ټولو هغو خصوصي شرکتونو له کاري بهیر څخه څارنه کوي له کومو شرکتونو سره چې د یاد وزارت له لوري د طرحو او ډیزاینونو په تړاو هوکړه لیکونه لاسلیک شوي دي.

 دغه وزارت د همغږي یوه کاري ډله ایجاد کړې ده چې د ملي او بین المللي بنسټونو په همکاري د افغانستان د ښاري ساختمانونو په برخه کې د ستونزو د حل په موخه د جوړو شوو پالیسیو او ستراتیژۍ ګانو د پلې کیدو له بهیر څخه نظارت وکړي.

نو پر همدې بنسټ د ښار او کور جوړونې وزارت ژمن دی چې ودانۍ معیاري له سټندردونو سره سمې ورغوي.

اوسمهال چې کومې ودانۍ د دغه وزارت له لوري تر رغونې لاندې دې د نني عصر د ټولو غوښتنو او معیارونو سره سمې رغولې کیږي.

په دغې لیکنې که هغه ودانۍ چې په تیرکال کې طرح، ډیزاین او یا اعمار شوې دي در پیژندلې کیږي.   

۸ اداري تعمیرونه ۷ میلمستونونه، استوګنیزې ودانۍ او د پذیرش دفترونه  د کابل، فراه، بدخشان، غزنی، کندهار، بغلان، تخار، دایکندی، پکتیکا، میدان وردک او غور په ولایتونو کې اعمار او کارونه یې بشپړ شوي دي.

د ۵۰ بابه ودانیو د رغونې چاروي روانې دي،

د شورا ګانواو میلمستونونو ودانۍ، استوګنیزې او اداري ودانۍ، دغه رازپه کابل، جوزجان، کندهار، بامیان، لغمان، غور، سرپل، میدان وردک، بادغیس، کندهار، کنر، ننگرهار، خوست، پنجشیر، بلخ، لوگر، سمنگان، پکتیکا، پروان، ارزگان، فاریاب، بدخشان، فراه او تخار  ولایتونو کې اداري کمپلکسونه تر کار لاندې دي      

هغه پروژې چې د پلې کیدا په حال کې دي.

د بیلابیلو ادارو ۱۶ ودانۍ د پلې کیدو په حال کې دي، دغه یادې پروژې په دایکندي، بغلان او سرپل ولایت کې د ټاکڼو کمیسیون ولایتي دفترونه په ځان کې رانغاړي، د ننګرهار او پروان ولایتونو اداري ودانۍ د زابل او نیمروز ولایتونو د لوړو زده کړو د موسیسو ودانۍ، د بامیانو، دایکندي او سرپل ولایتونو د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو ودانۍ.

په غور، کنړ، پکتیکا، کابل او پنجنشیر ولایتونو کې د سیمه ایزو کتابتونو لپاره د ودانیو رغونه.

د مسکن اعمار او هغه ودانۍ چې تر ارزونې لاندې دي

د خیتځ زون په کچه په ننګرهار ولایت کې د صحي محصولاتو او باکیفیته دوا ګانو لپاره د لابراتوار اعمار، دغه راز د لویدیځ زون په کچه په هرات ولایت کې د شمال زون لپاره په بلخ او سهیلي زون ته په کندهار ولایت کې د لابرتوارونو لپاره ودانۍ تر ارزونې لاندې دي.

د کابل په اړونده سیمو کې،  د کار او ټولنیزو چارو په وزارت کې  د وړکتونونو جوړونه،د لوګر صنعتي پارک جوړونه، د کنړ بدخشان، غزني، بلخ، تخار، غور، فاریاب، هرات او کندهار ولایتونو د ساینس مرکزونه سره له ټولو ازمایښتي تجهزاتو تر ازونې لاندې نیول شوی دي.

د کابل ښار نمونه یي ښوونځي، د نورستان ولایت د ښځو چارو ریاست لپاره د تعمیر، د میدان وردګو ولایت د اتومي انرژۍ رادیو اکتیفي موادو لپاره د زیرمتون او په هرات ولایت کې د ګلف ډکر نورې هغه پروژې دي چې تر ارزونې لاندې نیولې کیږي.