Connect with us

ښاري پلان جوړونه

ښاری پلان جوړونه :

د ښاري پلان جوړونې موخه د متوازنې او تلپاتې پراختیا په هدف د ښاري چاپیریال رامنځته کول دي، چې د ښارونو لپاره د  پروګرامونو او طرحو د جوړولو له لاري، د ماستر پلانونو،ستراتیژیکو پلانونو، د تفصلي او سیمه ایزو پرمختیایي پلانونو د جوړولو په مټ پلي کیږي ، دچاپیریال څرنګوالی او د طرحو د فزیکي څرنګوالي مطالعه، د فضا له لاري د فزیکي طرحو وړاندې کول او د ښاري فزیکي کیفیت پیژندنه  هغه څه دي چې د فزیکي تولګو د را منځ ته کیدو سبب ګرځي په دغه برخه کې  تر ډیره د فضا يي او فزیکي څرنګوالي طرحو ته پاملرنه کیږي.

1-      ماسټر پلانونه :

ماسټر پلان په اصل کېد یوه ښار پراختیایيلید لوری  ټاکي، ماسټر پلان د افغانستان په پرمختګ کې ځانګړی اغیز او اهمیت لرونکی دی. د ښار او کور جوړونې وزارت له لوري چې په تیرو وختونو کې د لویو او منځنیو ښارونو لپاره کوم ماسټر پلان جوړشوی دی، اوس دغو وزارت  د هغوی بیا کتنه ترسره کړې ده  تر څو دغه رړمبني پلانونه  د اوسنۍ پرمختللې ښارجوړونې له معیارونو سره برابر کړي.

1.    د کندهار ښار لپاره د ماستر پلان بیا کتنه، په څلورم پړاو کې ده، کار یی د ۸۵ ٪  په ښاوخوا کې بشپړ شوی دی.

2.    د هرات ښار لپاره د ماستر پلان بیا کتنه تر کار لاندې ده ۴۰ ٪  چاري  یې پر مخ تللې دي.

3.    د مزار شریف او جلال اباد ښارونو لپاره د ماستر پلانونو د بیا کتنې چاري هم پیل شوې دي او د اوس لپاره په دوهمه مرحله کې ۲۵ ٪ کار مخکې تللی دی.

4.    د بامیانو لپاره د ماستر پلان د بیا کتنې چاري پیل شوې دي، د ایټالیا هیواد فلورانس پوهنتون سره په همغږۍ یې په عملي توګه کار دوام لري او د ټولنیزې اقتصادي مرحلې په برخه کې هم په عملي توګه کار د پر مختګ په حال کې دی، د کاري پرمختګ کچه یې ۴۰ ٪ ده چې په دوهمه مرحله کې واقع دی.

5.    د کندوز ولایت لپاره د ماستر پلان د بیا کتنې کار په ځنډ پر مخ روان دی او علت یې نا امني په ګوته شوې تر اوسه په لومړي پړاو کې دی او یواځې  ۵٪  چاري یې پر مخ بیول شوې دي.

6.     د لوګر ولایت پولې عالم او خوست ولایت لپاره ماسترپلانونه د وزارت د تخنیکي ټیم  له لوري تر کار لاندې دي او چاري یې په وروستي پړاو کې دي.

7.     د لوګر ولایت پل عالم ماستر پلان دښاري  پراختیا عالي شورا په اتمه ناسته کې وړاندې شوی دی.

۲- ستراتیژیک پلانونه :

ستراتيژیک پلانونه هغه پلانونه دي چې د هغو ښارونو لپاره جوړیږي چې له سره ماسټر پلانونه نه لری، د ستراتیژیکو پلانونو جوړونه د ښارونو د ودې او پرمختګ سبب ګرځي او ښارونه له بی برخلیکه حالت څخه را باسي، تر اوسه  ښار او کور جوړونې وزارت تر ۱۰۰ نه زیاتو ښارونه ته ستراتیژیک پلانونه جوړ کړي دي.  

۳-  سیمه ایز پراختیایي پلانونه :

په ټولو هیوادونو کي سیمیز پراختیایی پلانونه په حقیقت کې هراړخیزې پراختیا ته د رسیدو لپاره غوره لار بلل کیږي. له ډیرو کلونورا هیسي سیمه ایز پلانونه د صنعتي هیوادونو د پاملرنې وړ ګرځیدلي دي ځګه د سیمه ایزې پلان جوړونې څرنګوالی، د هیواد د سیاسي، اقتصادي، ټولنیز، کلتوري او فزیکي ستونزو او مشکلاتونو لپاره د حل مناسبه لاره وړاندې کولای شي او د متوازین پرمختګ لپاره لوری ټاکي د ټاکلو پراختیایي کرښو ترسیم تعینوي او د پلان جوړونې د حرکت لپاره عمومي مسیر او جریان د وزارت خانو او سکتوري بنسټونو خط السیرونه ټاکي. نو له همدې کبله سیمه ایز پلانونه د فزیکي پلانونو له ډلې دي چې د spatial Planning  په نوم یادیږي په حقیقیت کې سیمه ایزه پلان جوړونه مطلوب هدف ته رسیدنه  او په طبعي سرچینو کې د انساني فعالیتونو د لا ښه نفوذ او هم د ټولنې د پراختیا او بقا لپاره  زمینه برابروي.

د سیمه ایز پلان جوړونې موخې :

د ښارونو او کلیو ترمنځ د یو متوازن پراختیایي سیستم را منځ ته کول.

په سیمه کې له شته منابعو څخه په ګټنې اقتصادي پراختیا.

په سیمه  کې د بیلا بیلو ارګانونو پراختیایي فعالیتونه را غونډول.

د منابعو په کار اچولو سره په سیمه کې د فقر له منځه وړل.

د سالم استوګنیزچاپیریال را منځ ته کول او ساتنه.

د خلکو د ژوند په کچه کې د  ښه والي را وستل.

۵- ښاري ښه رغونه :

د ښاري ښې رغونې برخه د ښار او کور جوړونې په وزارت کې د زیانمدۍ د تشخیص او د پروګرامونو د سیاسی تحلیل په بنسټ منځ ته راغلې ده، د دغې ښې رغونې او له سره رغونې په برخه کې نړیوالې تجربې تر څیړینې لاندې نیول کیږي، یادې تجربې د اوسنیو ښارونو د بیا کتنې او د هغو ستونزو د پیژندنې لامل کیږي چې  ښارونه ورسره لاس او ګریوان دي.

هغه سیمې او یا تاریخي ځایونه چې د ښې رغونې په موخه یې طرحې جوړې شوې دي.

·         د ښارونو تاریخي څنډې.

·         له کاره لویدلې معمارۍ.

·         له پخواني کلیوالي سبک سره سم د کلیو او  د ښارونو پراختیا.

·          ناپلانه رغول شوي استوګنځایونه.

د ښې رغونې په لړ کې د فعالانو طرحه :  

د ښې رغونې نوې طرحې د یوه بنسټیز او خورا ګټور سرلیک په توګه د خلکو پاملرنه ځان ته را اړولې ده.

درې نور بنسټونه چې دغه لړۍ پر مخ بیایي دولت، خصوصي سکټور او ښاروالۍ ګانې په ځان کې رانغاړي دغه یا بنسټونه د همغږۍ تر څنګ هر یو خپل ځانګړی ارزښمند نقش ترسره کوي.

خلک: له دغې لړۍ څخه تر ټولو ډېره او بنسټیزه ګټه پورته کوي نو پر همدې بنسټ خلک په دې بهیر کې د ګډون  تر څنګ رغنده رول لري ( اوسیدونکې، کسبګر، مالکان، اجاره کوونکې او مراجعین).

خصوصي سکتور: حرفه اې او فني ټولنې ( ټولې خصوصي کمپنۍ او او دستګاوې، د حرفې خاوندان، پانګه اچونکې اشخاص او بنسټونه) په ځان کې را نغاړي.

د روښنفکرانو ټولنې بیا ټولې هغه ډلې په ځان کې رانغاړي چې په ډلییز ډول د مطالعاتو، څېړنو او ښوونیزو موخه لپاره کار کوي.( نظر او قلم خاوندان)

ښاروالۍ: د خلکو شوراګانې، د خلکو سیمه ایز استازي، د ښاروالۍ د ناحیو ریاستونه هغه بسټونه دي چې د دغو برنامو مدیریت او عملیاتي چاري پر مخ بیايي.

دولت: حاکمیتي او اجرایي بنسټونه په ښارونو کې  د دغې لړۍ د پلې کیدا په برخه، د اسانچاري، ملاتړ، سیاستګزارۍ، او د څارنې نقش ترسره کوي.

په دې برخه کې دوه تسهیل کوونکې بنسټونه، په سیمه او ولایتونو کې د ښې رغونې او پراختیا دفترونه او همدا رنګه په دریو برخو کې  پراختیا ورکونکې کړۍ  (developer).

پراختیا ورکونکونکې کړۍ د مالي امکاناتو په تیارونې د تمرکز تر څنګ د اسانچاري په توګه د اوسیدونکو- مالکانو، دولت او ښاروالۍ تر منځ د غوره همغږي کوونکې په توګه هم چاري پر مخ بیایي.